Banner

غزل: احمدګل ريان/ کراچۍ

16.11.2009 18:06

ښاريه د رڼاګانو بې يارانو مزه نه کړي

ډکه ښه له اداګانو، بې يارانو مزه نه کړي

ځوانان لاړل وېش يې وشو، هجره تشه له يارانو

وې کوچنيو ماشومانو، بې يارانو مزه نه کړي

شيش محل که د ختن وي ماته ډاګ وي او صحرا وي

ډک د قاف له ښاپېريانو، بې يارانو مزه نه کړي

چنار وچ، ګودر خالي شو څه بې خونده مازديګر دی

زوړ غزل د شاعرانو، بې يارانو مزه نه کړي

تش له څانګو د ببريو د ريان د ژوند کودی شو

بې يارانو، بې يارانو، بې يارانو مزه نه کړي.